سیګار:

د نشه يي توکو ډېر کاروبار د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې کېږي

24 ثور 1397 ساعت 8:57

د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار د امریکا له ملیاردو ډالرو مرستې سره سره لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلې او قاچاق کچه لوړه ده.


د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار د امریکا له ملیاردو ډالرو مرستې سره سره لا هم په افغانستان کې د نشه يي توکو د کرکیلې او قاچاق کچه لوړه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې امریکا د نشه يي توکو په مخینوي کې له افغانستان سره ملیاردونه ډالره مرسته کړې، خو د نشه يي توکو کرکیله او قاچاق نه یوازې کم شوي نه دي، بلکې لا پراخه شوي دي.

د سیګار راپور ښيي چې افغانستان کې د نشه یې توکو ډېر کاروبار په هغو سیمو کې کېږي چې دولت کنټرول پرې لري، خو د مخ په خرابېدونکي امنیتي وضعیت له کبله په کې د نشه یي توکو د کښت او تولید مخنیوی نه شي کولی.

راپور کې د بدخشان ارګو، د هلمند نهرسراج، د کندهار ژړۍ او د نیمروز خاشرود او چهاربورجک ولسوالۍ هغه سیمې ښودل شوې، چې د دولت تر کنټرول لاندې دي، خو د نشه يي توکو کاروبار هم په کې تر ټولو ډېر دی.

سیګار ویلي، له تېرې یوې لسیزې راهیسې افغانستان کې څه باندې څلورنیم لکه کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي، خو د دوی په باور، دا یوازې په ۲۰۱۷ کال کې د تولید شویو نشه یي توکو نیم فیصد جوړوي.

په دې کال کې د وړم کال پرتله د کوکنارو کرکيله ۶۳ سلنه او تولید یې چې نهه زره ټنه و، ۸۸ سلنه ډېر شوی دی.

په ورته وخت له نشه یي توکو سره د مبارزې افغان چارواکي هم د نشه یي توکو د کښت او کاروبار ډېروالی مني، خو وایي د نصرت په نوم نوي پیل شوي عملیات به دا کچه راکمه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104262

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104262/

جمهور
  https://www.jomhornews.com