پرويز مشرف:

پاکستان د خپلو ګټو لپاره ځينې ترهګرې ډلې روزلې دي

24 ثور 1397 ساعت 9:16

د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره ځينې ترهګرې ډلې روزلې دي.


د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره ځينې ترهګرې ډلې روزلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په خپله یوه نوې مرکه کې ویلي، چې دغه ترهګرۍ ډلې د پاکستان اتلان و او له هغوی یې د خپلو موخو له پاره کار اخیست.

پروېز مشرف زیاته کړې« موږ له ترهګرو ملاتړ کاوه او دوی زموږ اتلان وو»

مشرف ویلي، په ۱۹۹۰ کال کې چې په کشمیر کې د ازادۍ جګړه پیل شوه، نو پاکستاني حکومت د لشکر طیبه په ګډون د ۱۲ ترهګرو ډلو ملاتړ کاوه.

دی وایي، دغو ډلو په کشمیر کې د ازادۍ لپاره د خپل سر په بیه جګړه کوله، نو ځکه موږ د اتلانو په سترګه ورته ګورو.

هغه دا هم ویلي، چې حافظ سعید (چې امریکا ورباندې بندیزونه لګولي دي، په هند کې په خونړیو بریدونو تورن دی او هند څو څو ځله له پاکستان غوښتی دی) هغه کس چې د پاکستان له حکومت پوره ملاتړ ترلاسه کاوه او په جګړه کې پياوړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104264

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104264/

جمهور
  https://www.jomhornews.com