سید عبدالوحید قتالي د چارو ادارې د نوي رییس په توګه وټاکل شو

24 ثور 1397 ساعت 9:26

د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په اساس سید عبدالوحید قتالي د چارو ادارې د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.


د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په اساس سید عبدالوحید قتالي د چارو ادارې د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر په فرمان کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ ام بند په اساس په خارج رتبه بست کې د سیدعبدالوحید قتالي ټاکنه منظوروم.

باید و ویل شي، چې ښاغلی قتالي هرات ولایت کې زېږدلی، د هرات پوهنتون د ښکولو هنرونو له پوهنځۍ فارغ شوی، چې یو وخت د هرات د ولایتي شورا غړی او یو څه وخت هم د هرات ښاروال پاتې شوی دی.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې د چارو ادارې مشر داوود نورزی وو، خو په اړه یې ویل کېږي، چې هغه د د ولسمشر د دفتر له مشر عبدالسلام رحمیي سره د ځینو اختلافونو له امله د خپلې دندې څخه استعفا کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104266

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104266/

جمهور
  https://www.jomhornews.com