یوناما په جلال آباد کې د وروستي برید پلټنه کوي

24 ثور 1397 ساعت 9:44

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وایي، دوی د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د وروستي شوي ترهګریز برید په اړه پلټنې کوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وایي، دوی د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د وروستي شوي ترهګریز برید په اړه پلټنې کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې یاد خبره تېره ورځ د غويي ۲۳ مه په ټوېټر پاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې په هر ډول شرایطو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړول غیر قانون عمل او منع دی.

یوناما په دې پیغام کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

باید و ویل شي، چې پرون د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د دغه ولایت د مستوفیت پر ودانۍ ډلیز ځانمرګی او وسله وال برید وشو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، ۸ بریدګرو چې دوه یې ځانمرګي او شپږ نور یې وسله والو وو د مستوفیت پر ودانۍ برید کړی و، چې د مازیګر تر شپږ نیمو بجو پورې یې د افغان ځواکونو سره جګړه وکړه.

نوموړي ویلي، چې په دې برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي او دغه راز بریدګر هم د امنیتي ځواکونو په دزو کې وژل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا برید غندلی او ویلي یې دي چې افغان پوځیان ترهګر ځپي او د ورانکاریو مخه یې نیسي.

د برید مسؤولیت داعش وسله والو په غاړه اخیستی دی او د ګڼو دولتي مامورینو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104267

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104267/

جمهور
  https://www.jomhornews.com