د اسلامي همکاریو سازمان اندونیزیا کې د علماوو له پرېکړې ملاتړ کړی

24 ثور 1397 ساعت 9:55

د اسلامي همکاریو سازمان (او، ای، سي) مشرتابه په اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د علماوو د ګډې غونډې له پرېکړو هرکلی او ملاتړ کړی دی.


د اسلامي همکاریو سازمان (او، ای، سي) مشرتابه په اندونیزیا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د علماوو د ګډې غونډې له پرېکړو هرکلی او ملاتړ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین تېره ورځ (یک شنبې د غويي ۲۳مه) په یوه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په هدف د خبرو لپاره د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو راټولېدل ستایلي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی د دې پرېکړې هرکلی کوي او تمه لري، چې د اسلام په رڼا کې د سولې  ټنګښت له پاره د دیني عالمانو رول او د دولتونو هڅې د ترهګرۍ او افراطیت په لمنځه وړلو او د زغم په لوړولو کې مرسته وکړي.

باید و ویل شي، چې تېره جمعه د غويي ۲۱ مه د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د دغه هېواد، افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو تر منځ په افغانستان کې د سولې او جګړې د پای ته رسېدو په اړه غونډه او خبرې اترې وکړې.

په دغه ناست کې د دریو واړو هېواړونو څخه ۶۰ دیني عالمانو ګډون کړی و او په وروستیو کې یې د یوې ۱۲ ماده یزه پرېکړه لیک په صادرولو سره د وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل، چې جګړه بس کړي او د سولې له پاره سره خبرې اترې وکړي.

دوی په پرېکړه لیک کې ویلي و، چې ترهګري نه باید په یوه دین، مذهب او قوم پورې وتړل شي بلکې دا داسې پدیده ده، چې ټوله نړۍ یې له ګواښ سره مخ ده.

دیني عالمانو د دغه پرېکړه لیک په یوه برخه کې ویلي وو، ترهګري چې ځانمرګي بردیونه هم په کې شامل دي د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104268

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104268/

جمهور
  https://www.jomhornews.com