پوځي چارواکي:

بلخ، سرپل او قندوز کې ۲۲ وسله وال ته مرګ ژوبله اوښتې

24 ثور 1397 ساعت 11:27

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په بلخ، سرپل او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په بلخ، سرپل او قندوز ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله وال وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو د ولید ۵ په نوم په پیل کړیو عملیاتو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله اړولې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه زار خبرپاڼه زیاتوي، چې د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د برقوت په کلي، چې د افغان ځواکونو طالبانو تر منځ نښته کې یو وسله وال وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د قندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ پر لویه لار بیا د امنیتي او دفاعي ځواکونو به عملیاتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 


د مطلب کود: 104273

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104273/

جمهور
  https://www.jomhornews.com