اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د حکومت د کم کارۍ له امله امنیتي ځواکونه او ولسي خلک له عام وژنې سره مخ دي او باید ځواب ورته و ویل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د غويي ۲۴ مه د وزیرانو شورا په غونده کې په هېواد کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې سره وکړې.
نوموړي زیاته کړه، چې حکومت په ګڼو ولایتونو کې د ولسي پاڅونکوونکو په ملاتړ کې پاتې راغلی او دغه راز یې په وړو مسایلو ځان بوخت کړی دی.
هغه وویل«په تېرو څو ورځو کې موږ د ملي امنیت شورا د یوې غونډې شاهدان نه و، د اعلی سرقوماندانۍ د یوې غونډې شاهدان و، خو هره ورځ تلفات ورکو، د افغانستان خلک قتل عام شول خپل امنیتي ځواکونه مو وژنې ته وړاندې کړي، دلته څوک مسؤل دی؟ راځۍ خلکو ته ځواب ورکړو.»
ډاکتر عبدالله وايي، د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو یو داسې پړاو ته رسېدلی، چې په تړاو به یې یو څرګند او ښکاره دریځ ونیسي.
نوموړي حکومت د خلکو د امنیت د تامین مسوول وباله او له امنیتي چارواکو یې وغوښتل، چې د امنیت د ټینګښت له پاره جدي او بېړني ګامونه پورته کړي.
ده طالبانو ته د سولې په تړاو شوي وړاندیز ته په اشارې و ویل، چې طالبانو دغه وړاندیز ته هېڅ ډول چمتوالی ونه ښود او حکومت هم نه باید نور د سولې د وړاندیز په تمه دوکه وخوري، بلکې د امنیت له پاره باید جدي ګامونه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل