طالبانو پر فراه ښار ډلییز برید کړی او سخته جګړه روانه ده

25 ثور 1397 ساعت 9:18

راپورنه وايي، وسله والو طالبانو د فراه ولایت په مرکز فراه ښار ډلییز برید کړی، یو شمېر دولتي ودانۍ یې نیولې او دا مهال سخته جګړه روانه ده.


راپورنه وايي، وسله والو طالبانو د فراه ولایت په مرکز فراه ښار ډلییز برید کړی، یو شمېر دولتي ودانۍ یې نیولې او دا مهال سخته جګړه روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي وسله والو طالبانو نن سهار (سه شنبې د غوايي ۲۵مه) له څو لورو په فراه ښار باندې دغه برید کړی، چې لا هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د فراه د ولایتی شورا شر فرید بختور بي بي سي ته ویلي، چې طالبانو د ښار کمربند مات کړی او ځینې دولتي ودانۍ یې هم ولکه کړې دي.

داسې راپورنه هم شته چې د ملي امنیت ریاست هم طالبانو نیولی او یوازې ولایت او امنیه قوماندانیو ودانۍ د حکومت په لاس کې دي.

تر اوسه د فراه چارواکو او دغه راز د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څه نه دي ویلي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه پر فراه ښار د برید تر څنګ ویلي، د ښاري کمربند ټولې پوستې، د ملي امنیت ریاست، درېیمه حوزه او ځينې نورې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

مجاهد په دې حمله کې د ګڼو افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې هم ویلي خو د خپل لوري د زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.

په فراه د طالبانو برید پر داسې مهال کېږي، چې له څو ورځو راهیسې په ولسي جرګه کې د فراه استازو خبردارۍ ورکړی و، چې که د دغه د امنیت غم ونخوړل شي، ښايي فراه ښار سقوط وکړي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 104309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com