نوازشریف تایید کړه چې پاکستان د هند په ممبيي بریدونو کې رول درلود

25 ثور 1397 ساعت 10:18

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف منلې، چې پاکستان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هند په بمبیي ښار په بمي بریدونو کې رول درلود.


د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف منلې، چې پاکستان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هند په بمبیي ښار په بمي بریدونو کې رول درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په پاکستان کې ترهګرې او سخت دریځه وسله والې ډلې فعالې دي، چې د حکومت له خوا یې ملاتړ کېده او دغه ډولو د هند د بمبيي په بریدونو کې لاس درلود.

نوموړي دا هم ویلي، چې دی د پاکستان سترې محکمې ځکه له واکه لرې کړ، چې غوښتل یې د هند وسله والو ډلو سره دپاکستان د پوځ همکاري ختمه کړي.

هغه ټینګار کړی، چې اوس هم وسله والې ډلې په پاکستان کې فعالې دي او د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د هند ضد وسله والو ډلو پر خلافجدي اقدام وکړي.

د شریف دغه څرګندونو په پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولي، او د دې هېواد د ملي امنیت شورا تېره ورځ په ځانګړې غونډه کې د شریف خبرې ناسمې او غولوونکې بللې دي.

باید و ویل شي، چې په ۲۰۰۸ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۲۶ مه د هند په بمبي ښار کې د لسو وسله والو له خوا بریدونه وشول، چې په کې ۱۶۶ تنه و وژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104311

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104311/

جمهور
  https://www.jomhornews.com