د غزني – ښرنې لار د وسله والو له شتون څخه پاکه شوه

25 ثور 1397 ساعت 10:30

د ملي دفاع وزارت وایي، افغان پوځ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غزني – ښرنې تر منځ لویه لار د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه کړې ده.


د ملي دفاع وزارت وایي، افغان پوځ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غزني – ښرنې تر منځ لویه لار د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکه کړې ده.

د جمهور آژانس خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غزني او پکتیکا تر منځ دغه لار د څو ورځو راهیسې د وسله والو مخالفینو له خوا تر امنیتي ګواښونو لاندې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې اساس په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونو په محاربوي فعالیتونو سره دغه لار د وسله والو له شتون څخه پاکه او د ترافیکو پر مخ یې خلاصه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104313

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104313/

جمهور
  https://www.jomhornews.com