دفاع وزارت:

ځانګړي او هوايي ځواکونه فراه ته رسېدلي، ډېر ژر به جګړه کابو کړي

25 ثور 1397 ساعت 11:06

د ملي دفاع وزارت وايي، ځانګړي او هوایي ځواکونه فراه ولایت ته رسېدلي او ډېر ژر به دلته جګړه کابو او طالبان به مات کړي.


 د ملي دفاع وزارت وايي، ځانګړي او هوایي ځواکونه فراه ولایت ته رسېدلي او ډېر ژر به دلته جګړه کابو او طالبان به مات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېرې شپې راهیسې په فراه ښار حمله کړې او لومړي راپورونه وايي، چې ځینې دولتي ودانۍ یې هم نیولې دي.

په خواله رسنیو کې خپاره شوې تصویرونه او د طالبانو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې هم ښيي، چې طالبان د فراه ښار څنډو ته رسېدلي او د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د ملي دفاع وزارت هم فراه کې د سختې جګړې پخلی کوي او وايي طالبانو د فراه د شمال د ریګي پوستې په نوم له سیمې د پخوانۍ اویاومې فرقې په لور پیل کړي، چې په دغه سیمه اود ښار په لودیځه خوا کې ورسره افغان ځواکونو جګړه پیل کړې ده.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په جګړه کې تر اوسه ۸ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې جګړه لا هم دوام لري.

په ورته وخت کې دفاع وزارت زیاتوي، چې ځانګړي او هوايي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه جګړه کابو کړي.

په خبرپاڼه کې دفاع وزارت ټينګار کړی، چې طالبان به فراه کې له وژل کېدو او ماتې پرته بله لار ونه لري
یاد وزارت د فراه ولایت اوسېدونکو ته د جګړې د مهارولو ډاډ ورکړی او ویلي دي، چې د په لودیځ کې افغان پوځ د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره د ټولو امکاناتو څخه کار اخلي.

طالب ویاند  قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي، چې د فراه د ولایت پر مرکز د دغې ډلې د وسله والو پراخه بریدونه دوام لري، چې په ترڅ کې یې د ښار په دننه کې یو شمیر دولتي ودانۍ طالب وسله والو لاس ته ورغلي دي.

قاري احمدي ادعا کړې، چې د فراه پر ښار د طالب وسله والو په روانو بریدونو کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست دفتر، دریمه حوزه او یو شمیر نورې سیمې د دغې ډلې وسله والو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104316

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104316/

جمهور
  https://www.jomhornews.com