په سویل کې د پوځ ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي په کندهار او زابل ولایتونو کې د ۴۰ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان ځواکونو د کندهار په خاکریز او میوند ولسوالیو کې عملیاتو کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د ۲۰۵ اتل قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال بیا ۷ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار