د غزني د جغتو ولسوالۍ د سقوط ضد او نقیض راپورنه

26 ثور 1397 ساعت 11:05

تاييد شوي راپورونه وايي، د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.


تاييد شوي راپورونه وايي، د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني په جغتو ولسوالۍ ډلیز برید کړی وو او د دې ولایت د ولایتي شورا یوه غړي غلام جسین چنګیز جمهور آژانس ته و ویل، چې طالبانو د یو شمېر امنیتي پوستو په ګډون ولسوالي نیولې ده.

نوموړي و ویل، چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته خو په وینا یې د غزني ولایت امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

که څه هم چنګیز وایي، ولسوالۍ سقوط کړی خو د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد زمان دا خبره رد کړه او ویې ویل چې د جغتو ولسوالۍ سقوط نه دی کړی.

نوموړي وايي، وسله والو طالبانو پر جغتو ولسوالۍ ډلیز برید کړی و، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.

د غزني امنیه قوماندان زیاته کړه، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز امنیتي ځواکونه هم تلفات لري، خو د شمېر په اړه یې څه ونه ویل.

ده و ویل، چې دا مهال د جغتو ولسوالۍ امنیت وضعیت آرام دی و د وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو هوايي او توپچي عملیات دوام لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې سختې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 104359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com