د فراه والي:

دوه زره طالبانو په فراه ښار برید کړی و او ۳۰۰ مو ترې وژلي دي

26 ثور 1397 ساعت 11:23

د فراه والي بصیر سالنګي وايي، ۲ زره وسله والو طالبانو په فراه ښار برید کړی و، چې د افغان ځواکونو له خوا د سختې ماتې سره مخ او تر ۳۰۰ پورې وسله وال یې و وژل شول.


د فراه والي بصیر سالنګي وايي، ۲ زره وسله والو طالبانو په فراه ښار برید کړی و، چې د افغان ځواکونو له خوا د سختې ماتې سره مخ او تر ۳۰۰ پورې وسله وال یې و وژل شول.

پر فراه ښار تېره ورځ سهار وختي وسله والو طالبانو برید وکړ، چې د ورځې تر نیمايي پورې یې د فراه ښار څنډو ته ځانونه ورسول او داسې راپورونه ورکړل شول، چې طالبانو ځینې دولتی ودانۍ نیولې وې.

د فراه والي بصیر سالنګي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په فراه ښار لومړی ۱۰۰۰ زر تنه وسله والو برید کړی و، چې وروسته یې ۱۰۰۰ نور وسله وال هم مرستې ته راورسېدل او له افغان ځواکونو سره په جګړه کېتول.

والي و ویل، چې په لومړي سر کې ځینې امنیتي ځواکونو تکتیکي شاتګ وکړ خو تر لږ څنډ وروسته یې پر هغو برید پیل کړ او کلابند کړي یې وو.

نوموړي زیاته کړه، چې د نورو مرستندویه ځواکونو په رسېدو سره پر وسله والو طالبانو کړۍ نوره هم تنګه او جګړه سخته شوه، چې په ترڅ کې یې ۳۰۰ وسله وال طالبان و وژل شول.

د فراه والي وايي، په دغه جګړه کې ۲۵ افغان سرتېري، چې د پوځ، پولیس او ملي امنیت سرتېري دي هم وژل شوي او دغه راز څلور تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

که څه هم والي په جګړه کې د ټپیانو په اړه څه ونه ویل، خو په فراه کې د پوځ قوماندان ډګروال ګدا محمد وايي، په دغه جګړه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، چې د درملنې په موخه دوه سوه بستریز روغتون ته وړل شوي دي.

د فراه والي وايي بهرنیو ځواکونو یوازې د فراه ښار د باندې د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه خو دا افغان ځواکونه و، چې د وسله والو پر وړاندې یې سخته جګړه وکړه، هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله او فراه ښار یې له شتون څخه پاک کړ.

طالبانو پرون ویلي و، چې د فراه ښار یې نیولي خو تر اوسه یې د فراه د والي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د سیمې اوسېدونکي هم وايي، چې طالبان د فراه ښار څخه وتلي، خو اوس د شېرکو او ځینو نورو سیمو کې د بیا ټولېدو په حال کې دي تر څو بیا برید وکړي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 104360

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104360/

جمهور
  https://www.jomhornews.com