چارواکي:

غزني کې ۲۳ افغان سرتېري او ۲۱ طالبان وژل شوي دي

26 ثور 1397 ساعت 12:40

سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني په دوه ولسوالیو زنه خان او جغتو کې د جګړې پر مهال ۷۳ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني په دوه ولسوالیو زنه خان او جغتو کې د جګړې پر مهال ۷۳ طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه د غزني په زنه خان او جغتو ولسوالیو بریدونه پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د زنه خان ولسوال احمدضیا یعقوبي وايي، طالبانو د ولسوالۍ د مرکز په دریو پوستونو بریدونه وکړلو چې په ترڅ کې یې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دا هم و ویل، چې طالبانو د څو ساعتونو له پاره دغه پوستې نیولې وې، خو د افغان ځواکونو سخت مقاومت هغوی شاه تګ ته اړ کړل.

د زنه خان ولسوال د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده ښایي طالبان بیا د ولسوالۍ په مرکز برید وکړي.

په ورته وخت د غزني د ولایتی شورا غړي خالقداد اکبري ویلي، چې په جغتو ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۱۰ سرتطري وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

اکبري دا هم ویلي، چې طالبانو د څو ساعتونو له پاره د ولسوالۍ ودان نیولې او سوځولې یې ده.

د غزني مرستیال والي محمدعارف واحدي تاییدوي، چې په جغتو ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي، خو دا یې رد کړې، چې ګڼې ولسوالۍ طالبانو نیولې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان په شاه تمبول شوي او د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم په غزني کې د جګړو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په فراه ولایت کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په سختو نښتو کې د چارواکو په خبره ۳۰۰ وسله وال طالبان او ۲۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 104364

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104364/

جمهور
  https://www.jomhornews.com