۰
خلیل کرزی:

د افغانستان د ستونزې د حل تر ټولو مهمه برخه پاکستان دی

چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي د افغانستان د ستونزې د حل تر ټولو مهمه برخه پاکستان دی.
د افغانستان د ستونزې د حل تر ټولو مهمه برخه پاکستان دی
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي د افغانستان د ستونزې د حل تر ټولو مهمه برخه پاکستان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصرخان جنجوعه سره اسلام آباد کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې که پاکستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي، د ترهګرو پنټځایونه له منځه یوسي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، نو په افغانستان کې ثبات په اسانه راتللی شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې افغانستان او پاکستان په سیمه کې ګډې ننګونې او فرصتونه لري، چې له ننګونې یې باید له منځه یوړل شي او له فرصتونو یې د دواړو هېوادونو د پرمختګ له پاره ګټه واخستل شي.

ویل کېږي، چې دواړو لور په دې لیدنه کې پر دې هم هوکړه کړې، چې سوداګریز مسایل به له سیاست سره نه ګډوي او سوداګرو ته به په پاکستان کې هېڅ ډول ستونزې نه جوړوي.

باید و ویل شي، چې افغانستان او پاکستان دوه ورځې وړاندې د عمل پلان هم بشپړ کړی او د هغه پر عملي کېدو یې ټينګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي