د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د کرکټ په لوبغالي کې دریو چاودنو ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د ښار د لومړۍ ناحیه کې بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې رامنځ ته شوې.
په دغه لوبغالي کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د رمضان کپ سیالۍ پیل شوې، چې تېره شپه هم د لوبې نندارۍ ته ګڼ مینوال راغلي و.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د دغه چاودنو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه چاودنو کې د یاد سیالیو په لار اچوونکی مسؤول هدایت الله زهیر هم وژل شوی دی خو له دې سره تر څنګ د لغمان د شاروالۍ مرستیال ډاکټر نېکمل هم وژل شوی دی.
د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، په دغه پېښه کې ټولټال ۵۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخېل وايي، په پېښه کې ۸ تنه شهیدان او ۴۳ ټپیان روغتونو ته وروړل شوي دي.
ویل کېږي ۳۰ ټپیان په روغتون کې در درملنې لاندې دې، چې ۷ تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه د دغه چاودنو نوعیت نه دی معلومام خو چارواکي وايي، په اړه یې پلټنې روانې دي.
د برید مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی، خو وسله والو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار