۰

جینا هسپل د امريکا د استخباراتي ادارې «CIA» رئیسه شوه

شنبی ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا سنا مجلس د استخباراتو پخوانۍ کارکوونکې جینا هسپل د امريکا د استخباراتي ادارې «CIA» د رییسې په توګه تاييد کړې ده.
جینا هسپل د امريکا د استخباراتي ادارې «CIA» رئیسه شوه
د امریکا سنا مجلس د استخباراتو پخوانۍ کارکوونکې جینا هسپل د امريکا د استخباراتي ادارې «CIA» د رییسې په توګه تاييد کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن سپل له تېرو ۳۳ کلونو راهیسې په سي ای اې کې کار کړی او ډېری وختونه یې محرمې دندې پر مخ وړې دي.

هغه د امریکا د استخباراتو لومړنۍ ښځینه رییس شوه او د تېرې پشنبې په ورځ د امریکا سنا هسپل ته ۵۴ د تأييد او ۴۵ منفي رأی ورکړې.

مخکې د «سي.ای.اې» رئیس مايک پومپئو و، خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د بهرنیو چارو وزير په توګه نوماند کړ او پر ځای یې هسپل د «سي.ای.اې» د رئیسې په توګه نومانده کړه.

۶۱ کلنه هسپل د کنټاکي ايالت ده، خو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لويه شوې ده، ځکه پلار يې د امریکا په هوايي ځواک کې دنده لرله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي