۰

د جوزجان په قرقین ولسوالۍ د طالبانو برید مات شو

شنبی ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۲
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د جوزجان په قرقین ولسوالۍ د طالبانو برید مات شو
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان ځواکونو د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید په شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د هوا د خرابوالي څخه په ګټنې په یاد ولسوالۍ برید وکړ.

سرچینه زیاتويو چې وسله وال طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول او په پای کې یوي هغوی د درنې مرګ ژوبلې په منلو سره له سیمې په شاه تګ وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې جګړه کې ۶۳ وسله وال وزل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي، خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویي.

۲۰۹ شاهین قول ارودو وای،ي دا مهال امنیتي وضعیت نورمال دی او د ولسوالۍ ټلوې برخې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي