افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د فلسطین له ولس سره کېدونکې بې عدالتي هغه تاوتریخوالي او توپیري چلند ته ورته ده، چې د یهودانو پر وړاندې په ۱۹ مې او ۲۰ مې پېړیو په پیل کې تر سره کېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون جمعه د غويي ۲۸ مه د ترکیې پلازمېنه استنبول ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده غونډه کې وکړې.
دغه غونډه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه جوړه شوې وه او په کې د دې سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د فلسطین د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
غونډې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی و، او په خپلو خبرو کې یې و ویل، چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د فلسطینیانو په پرتله ډېر افغانان وژل شوي، خو د فلسطین له خلکو سره د افغانانو د خواخوږۍ څرګندولو لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده غونډې ته ورغلی دی.
د افغانستان ولسمشر د نورو اسلامي هېوادونو پر رهبرانو غږ وکړ چې د هغو ستونزو سره د مبارزې لپاره یو لاس شي چې اسلامي هېوادونه ورسره مخامخ دي.
ښاغلي غني ویل،ي چې اسلام باید مسلمانو ښځو او نارینه و ته د یوه تمدن په ډول ور وپېژندل شي او له نورو تمدنونو سره د ارتباط لارې باید وموندل شي.
افغان ولسمشر و ویل هغه بې عدالتي چې له فلسطینیانو سره کېږي او پرې تحمیل شوې ده، هغه تاوتریخوالي او توپیري چلند ته ورته دی، چې په ۱۹ مه او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په ختیځه او لوېدیځه اروپا کې د یهودانو پر وړاندې تر سره کېده.
ښاغلي غنی و ویل، چې دوی ځکه په دې غونده کې پر یوه غمیزه راټول شوي، چې بې ګناه فلسطینیان د خپلو سیاسي او بشري حقونو د تر لاسه کولو له پاره وژل کېږي.
باید و ویل شي، تر هغه وروسته چې د امریکا متحده ایالاتو بیت المقدس ته د اسرائیل د پلازمېنې په توګه رسمیت ورکړ او خپل سفارت یې له تل ابیبه د بیت المقدس ښار ته ولېږداوه، زیات شمېر فلسطینیانو مظاهرې وکړې او د غزې سرحد ته نېږدې پر فلسطیني مظاهره چیانو د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې زیات شمېر فلسطینیان ووژل او زخیمان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل