۰

امریکا د افغانستان نظامي و اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې تګلارې له مخې به د افغانستان نظامي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.
امریکا د افغانستان نظامي و اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي
د امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې تګلارې له مخې به د افغانستان نظامي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هادر ناورټ په یوه خبري ناسته کې کړې ده.

هادر ناورټ زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې مایک پمپیو او ولسمشر غني پخپلو کې تلیفوني خبرې کړې دي او پمپیو ولسمشر غني ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

هغه وايي، چې امریکا په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي