دفاع وزارت په غزني اروزګان کې د طالبانو پر مورچو بریدونه کړي دي

30 ثور 1397 ساعت 10:54

د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان پوځ هوايي ځواکونو په غزني او اروزګان ولایتونو کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان پوځ هوايي ځواکونو په غزني او اروزګان ولایتونو کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې یول شوي، افغان هوايي ځواک پرون د غزني په خواجه عمري او د اروزګان په خاص اروزګان او چورې ولسوالیو کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او او درې نور شکمن کسان نیول شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بیا د هوايي بردیونو په ترڅ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو دوه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په چورې ولسوالۍ کې د افغان پوځ د هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۲۴ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104438

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104438/

جمهور
  https://www.jomhornews.com