۰

ملي امنیت وايي په مزار شریف ښار یې د وسله وال برید پلان شنډ کړی

یکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې په مزار شریف ښار د وسله والو د ځانمرګی او ډلیز برید پلان شنډ کړی دی.
ملي امنیت وايي په مزار شریف ښار یې د وسله وال برید پلان شنډ کړی
د ملي امنیت لوی ریاست وایي، ملي امنیت ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې په مزار شریف ښار د وسله والو د ځانمرګی او ډلیز برید پلان شنډ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو طالبانو غوښتل په بلخ ولایت کې ځینې بریدونه تر سره کړي خو ملي امنیت یې له وړاندې مخه ونیوله.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د نورو افغان ځواکونو سره په همکارۍ د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز او پټڼځای عملیات تر سره کړل.

سرچینه کاږي، چې په دې عملیاتو کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او شپږ تنه یې له یوه اندازه وسلو او چاوېدونکو توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا عملیات د طالبانو په هغه مرکز شوي، چې دوی په کې په مزارشریف ښار د ډلیز او ځانمرګي برید پلان جوړ کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي