د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارته نن یک شنبې د غويي ۳۰ مه خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ګډ، او چاڼیز عملیات، ۷۹ ځانګړي کمانډويي عملیات او ۱۰ هوايي بریدونو پر وسله والو مخالفینو تر سره کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل وشي، چې دغه عملیات، په ننګرهار، غزني، کندهار، اروزګان، فراه، کندوز، بلخ، فاریاب، سمنګان، بدخشان، بغلان او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په یادو عملیاتو کې ۱۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان او درې تنه یې هم ژوندي نیول شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس