له افغان ژباړونکو سره د امریکايي سناتور مخالفت

31 ثور 1397 ساعت 8:39

امریکايي سناتور رنډ پال. آر. کي (Rand Paul, R-Ky) افغان ترجمانانو ته له پناه ورکولو سره مخالفت کړی او له کانګریس نه یې غوښتي د هغو افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي غوښتنه کړې، چې په انګلیسي ژبه پوهېږي.


 امریکايي سناتور رنډ پال. آر. کي (Rand Paul, R-Ky) افغان ترجمانانو ته له پناه ورکولو سره مخالفت کړی او له کانګریس نه یې غوښتي د هغو افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي غوښتنه کړې، چې په انګلیسي ژبه پوهېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتور ویلي، امریکا باید په دې ټینګار کړی وای چې هغه افغانان په خپل هېواد کې پاتې شي چې په انګلیسي ژبه پوهېږي.

نوموړي زیاته کړې هغه افغانان چې په انګلیسي ژبه پوهېږي او له امریکایي ځواکونو سره یې د ژپاړن په توګه کار کړی، باید په خپل هې،اد کې پاتې شي او په بیارغونه، پرمختګ او ژوغورنې په برخه کې یې مرسته وکړي.

دغه امریکايي سناتور ویلي«د دې پر ځای چې موږ له دغو کسانو په افغانستان کې د دغه هیواد په ګټه کار واخلو هغوی مو خپل هیواد ته راوستل. موږ ۶۵ زره تنه له عراق څخه راوستل. د هغوی یو شمېر زما خپل ښار ته راغلي دي، له بده مرغه په افراطیت او جهادیزم کې ښکېل شوي او لټه یې پیل کړې چې سټینګر توغندی واخلي او پر امریکا حمله وکړي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com