۰
ضمیرکابلوف:

امریکا دې له طالبانو سره خبرې وکړي، د روسیې تجربې دې نه تکراروي

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، امریکا د طالبانو سره مستقم د سولې خبرو ته کېني، که نه بې پایلې جګړې ته د دوام ورکړي.
امریکا دې له طالبانو سره خبرې وکړي، د روسیې تجربې دې نه تکراروي
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، امریکا د طالبانو سره مستقم د سولې خبرو ته کېني، که نه بې پایلې جګړې ته د دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ټینګار کړی، چې که امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې ونکړي، په افغانستان کې به جګړه او وینه توییدنه کلونه کلونه روانه وي.

نوموړي دا هم ویلي، چې که امریکا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر آن ۵۰ زره نور هم لوړ کړي، خو په دغه هېواد کې وضعیت نشي ښه کولی.

ده زیاته کړې، چې طالبان د کابل له حکومت سره خبرې نکوي ځکه چې د هغه په وینا طالب وسله وال افغان حکومت لاسپوڅی ګڼی.

کابلوف ویلي، امریکا په افغانستان کې هماغه تجربې تکراروې چې شوروي اتحاد ورسره مخامخ وو.

که څه هم شاوخوا درې میاشتې مخکې ولسمشر غني‌ طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ او نړیوالو د دغه وړاندیز هرکلی وکړ خو طالبانو تر اوسه د دغه وړاندیز په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

وړاندې تر دې طالبانو دوه درې ځله ویلي و، چې دوی له افغان حکومت سره نه بلکې غواړي له امریکا سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

خو امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز څه موده مخکې ویلي وو چې امریکا  د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو استازې نشي کېداې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي