سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پنځه تنه ماین پاکوونکي وژلي او یو یې له ځان سره بېولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي زیاتوي، چې دغه پېښه نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي ویلي، نامعلومه وسله والو کسانو د AMDC په نوم د ماین پاکۍ موسسې پر کارکوونکو د میوند ولسوالۍ د ملنګ کاریز په سیمه کې برید کړی دی.
احمدي زیاتوي، چې په دغه برید کې د یادې موسسې پنځه تنه ماین پاکان وژل شوی او یو تن یې وسله والو له ځان سره بېولی دی.
د کندهار د والي ویاند وايي، AMDC په نوم د دغې موسسې کارکوونکو په سیمه کي د ټاپي پروژې لپاره د ماین پاکولو او سروې کولو مسؤلیت درلو.
تر اوسه د پېښې مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو امنیتي چارواکي وایي، دوی په سیمه کې عملیات پیل کړي تر څو په پېښه کې ښکېل کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کندهار