د افغانستان او پاکستان دینی عالمان اسلام آباد کې غونډه کوي

31 ثور 1397 ساعت 12:55

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان سولې په تړاو یو کنفرانس جوړ کړي.


ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان سولې په تړاو یو کنفرانس جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره پاکستاني رسنیو د افغانستان د سولې عالي شورا د ویاند سید احسان طاهري له قوله راخیستې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا سید احسان طاهري ویلي، په نږدې راتلونکې کې به په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ددیني علماوو یو کنفرانس جوړ شي.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طاهري له قوله زیاته کړې، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د جګړې او له طالبانو سره د سولې په اړه بحث وشي.

نوموړي ویلي په غونډه کې به دیني علما هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره سولې او له جګړو لاس اخیستلو ته تشویق کړي.

طاهري دا هم زیاته کړې، چې په همدې دوام به په کابل کې هم تر اسلام اباد وروسته غونډه جوړه شي او په دې غونډه کې به د دواړو هېوادونو نږدې ۱۰۰ دیني علما ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمان په جاکارتا کې هم سره راغونډ شوي و او د افغانستان د سولې او جګړې د پای ته رسېدو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com