۰

تېرکال افغانستان کې د نشه يي توکو عواید تر ۶ میلیارد ډالر وو

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وایي، په هېواد کې د جګړو، ناامنیو او اقتصادي ستونزو له کبله د نشه يي توکو کرکیله او تولید په بې سارې ډول لوړ شوی دی.
تېرکال افغانستان کې د نشه يي توکو عواید تر ۶ میلیارد ډالر وو
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وایي، په هېواد کې د جګړو، ناامنیو او اقتصادي ستونزو له کبله د نشه يي توکو کرکیله او تولید په بې سارې ډول لوړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مرستیال احمد جاوید قایم نن دوشنبې د غويي ۳۱ مه کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې د هغه سروې جزیات هم له رسنیو سره شریک کړل، چې د افغان حکومت او د نشه يي توکو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) له خوا په ګډه تر سره شوې ده.

هغه و ویل یاده سروې ښيي، چې تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې د نشه يي توکو له تولید څخه تر شپږ میلیارد ډالره عواید تر لاسه شوي دي.

ښاغلي قایم و ویل« تېرکال د مخدره موادو اقتصادي ارزښت په افغانستان کې د ۴ او ۶ میلیارد ډالرو ترمنځ محاسبه شوی دی، تیرکال ارقام ډیر لوړ وو، له هغې وړاندې به شمیرې معمولاا ټيټې وې له ۳ میلیاردو څخه نه لوړې دې.»

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال احمد جاوید قایم د ښاغلي قایم پر وینا، له دې شمیرې څخه تر ۱.۴ میلیارد ډالره بزګرانو او پاتې نور د نشه يي توکو مافیا تر لاسه کړي دي.

ویل کېږي، چې تېرکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار وکرل شول او ۹۰۰۰زره ټُنه اپین ترې حاصل واخیستل شو، چې دغه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي