د افغانستان د بیارغوني په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۶۳ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار ویلي که څه هم دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله کمه ده، خو لا هم د ملکي تلفاتو عمومي شمېر په لوړه کچه کې دی.
سیګار په خپل دې تازه راپور کې چې پرون دوشنبې د غويي ۳۱ مه خپور شوی لیکلي، د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲۲۵۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د ۲۰۱۷ میلادي کال په همدې موده کې ۲۲۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې یاده مرګ ژوبله زیاته د ځانمرګو بریدونو له امله اوښتې، چې د همدې مودې د ټولو تلفاتو ۳۳ سلنه جوړوي.
سیګار ویلي د ملکي مرګ ژوبلې ۵۰ فیصده د طالبانو له خوا شوې، ۱۱ فیصده د داعش وسلهوالو لهخوا، ۴ فیصده د نامعلومو وسله والو ډلو او ۲ فیصده د حکومت ضد ډلو په خپلمنځي نښتو کې اوښتې ده.
دغهراز د حکومتي ځواکونو لهخوا ملکي تلفات ۱۸ سلنه ښودل شوی، خو په راپور کې راغلي چې که دا فیصدي د تېر کال د همدې وخت سره مقایسه شي، ۱۳ فیصده کموالی پهکې راغلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل