۰

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی

سی شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان برید کړی او دغه زندان یې مات کړی دی.
افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان برید کړی او دغه زندان یې مات کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، چې ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه و وهله.

نوموړي زیاته کړه، چې د چاپې په ترڅ کې د طالبانو زندان مات او د یوه پولیس په ګډون ۱۵ تنه زندانیان ترې راخوشي شول.

ځواک وايي، په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، او شپږ شکمن کسان هم په دې عملیاتو کې نیول شوي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي، چې بهرنیو ځواکونو د مارجې ولسوالۍ په محمد عوض څلورلاري کې پر یوه سرای چې یوازې جنایي او حقوقي بندیان په کې ساتل کېدل چاپه وهلې او د ۳ کلیوالو په ګډون یې ۱۶ تنه بندیان له ځان سره وړي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي