د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په شمال بلخ او جوزجان ولایتونو کې د ۶۰ تنه وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان هوايي ځواک په یادو ولایتونو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
دفاع وزارت زیاتوي، د جوزجان ولایت په خم آب ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۳۰ عرادې موټرسایکلونه او څلور عرادې موټر هم له منځه وړل شوي دي.
بل خوا دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال ۲۲ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل