۰
د غزني ولایتي شورا:

جغتو او ده یک ولسوالۍ طالبانو نیولې

سی شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، د دې ولایت پر جغتو او ده یک ولسوالیو طالبانو ډلیز بریدونه کړي او دواړه ولسوالۍ یې نیولې دي، خو چارواکي یې نه مني.
جغتو او ده یک ولسوالۍ طالبانو نیولې
د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، د دې ولایت پر جغتو او ده یک ولسوالیو طالبانو ډلیز بریدونه کړي او دواړه ولسوالۍ یې نیولې دي، خو چارواکي یې نه مني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه (دغبرګولي اوله) پر جغتو او ده یک ولسوالیو سخت بریدونه پیل کړي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي، طالبانو دغه ولسوالۍ نیولې او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو چارواکي بیا د مرګ ژوبلې پخلی کوي، خو د ولسوالیو د سقوط خبره ردوي.

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري ویلي، چې طالبانو جغتو او ده یک ولسوالۍ نیولې، ۲۲ سرتېري یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې د خاصې قطعې قوماندان هم شامل دی او دغه راز په ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم وايي، چې طالبانو د څو ساعتونو له پاره دغه ولسوالۍ نیولې او د هغو د امنیه قوماندانیو ودانیو ته یې اور اچولی و، خو افغان ځواکونو بېرته په شاه کړي او ولسوالۍ نه دي سقوط شوې.

نوموړي په جګړه کې د ۱۲ افغان سرتېرو د وژل کېدو او دغه راز ۱۵ نور د ټپي کېدو پخلی هم وکړ، چې په وینا یې به وژل شویو کسانو کې د ده یک ولسوالۍ امنیه قوماندان اسدالله او د خاصې قطعې قوماندان برکت‌الله هم شامل دي.

د غزني د والي ویاند زیاته کړې، چې دا مهال دواړو ولسوالیو ته نور افغان ځواکونه رسېدلي او جګړه لا هم روانه ده.

وسله والو طالبانو هم ویلي، چې دغه ولسوالۍ دوی نیولې او ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

باید و ویل شي، چې تر اجرستان وروسته دا د غزني دوه نورې ولسوالۍ دي، چې له تېرې ورځې راهیسې په کې سختې جګړې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي