۰

هند خپله یوه پخوانۍ سفیر پاکستان ته د جاسوسي په تور محکومه کړې

سی شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۸
د هندي یوې محکمې د دغه هېواد یوه پخوانی سفیر مادهوري ګپتا پاکستان ته د جاسوسۍ کولو په تور په درې کاله بند محکومه کړې ده.
هند خپله یوه پخوانۍ سفیر پاکستان ته د جاسوسي په تور محکومه کړې
د هندي یوې محکمې د دغه هېواد یوه پخوانی سفیر مادهوري ګپتا پاکستان ته د جاسوسۍ کولو په تور په درې کاله بند محکومه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر پخوانۍ سفیر مادهوري ګپتا تور دي، چې هغې د اسلام اباد په اعلی کمشنري کې د خپلې دندې په وخت پاکستان ته جاسوسي کړي او ځینې سري معلومات یې هغوی ته ورکړي وو.

هندي منابع وایي چې هغې په ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ کال کې د پاکستان استخباراتي ادارې ته دغه معلومات ورکړي و خو دغه معلومات پوځي نه و.

دغه پخواني هندي سفیرې په ځان لګیدلې ټول تورونه رد کړی او دایې د هند د بهرنو چارو وزارت دسیسه بللې ده.

خو د هند محکمه بیا وایي په مادهوري  ګپتا لګېدلي تورنه سم ديو او داسې لاسوندونه شته، چې ښيي مادهوري دغه سري معلومات ورکړي دي.

هندي محکمې ویلي چې مادهورې د ملک امنیت د ګواښ سره مخ کړی و.

باید و ویل ش،ي چې د هند حکومت ٦١ کلنه مادهوي په ٢٠١٠ کال کې د پاکستان استخباراتي اداری آی ایس آی ته د سري معلوماتو ورکولو په تور نیولې وه.

خو نوموړې د دوو کلونو بند تېرولو نه وروسته په ضمانت پریښودل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي