۰

پاکستان کې د ګرمۍ له امله ۶۵ زیات کسان مړه شوي

سی شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۴
راپورونه وايي، د پاکستان په تر ټولو لوی کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله تر ۶۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاکستان کې د ګرمۍ له امله ۶۵ زیات کسان مړه شوي
راپورونه وايي، د پاکستان په تر ټولو لوی کراچۍ ښار کې د سختې ګرمۍ له امله تر ۶۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کراچۍ کې د ايدهي خیریه بنسټ مشر فېصل ايدهي ویلي د ښار په سهراب ګوټ او کورنګۍ سيمو کې دې ادارې ته تر اوسه پورې د ۶۵ تنو جسدونه راوړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ښار په لانډهي، کورنګۍ او ځينو برخو کې تودوخې زیات خلک مړه کړي دي، چې ډیری د زیات عمر کسان دي.

خو د سند ایالت د روغتیا وزیر بیا دا رد کړې ده چې ګواکې په کراچۍ کې د تودو څپو له امله خلک وژل شوي دي.

په کراچۍ کې د تېرې يکشنبې له ورځې د تودوخې درجه لوړه شوې او د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې مسولینو ویلي چې، د هوا ګرمښت به تر جمعې ورځې دوام ولري.

باید و ویل شي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې هم په کراچۍ ښار کې د هوا ګرموالي شااوخوا ۱۲۰۰ کسان مړه او سلګونه نور ناروغه کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي