سمه ییز چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د شوي موټر بم چاودنې له امله تر اوسه پورې ۳۹تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د غبرګولي اوله نېږدې یوه بجه د کندهار ښار د ۱۴ مې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا سیمې د وړیو د فابریکې د موټرو د ترمیم په سرای کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند داود احمدي وايي، له چاودیدونکو توکو ډک ټونیس موټر په یوه کنډواله سرای کې درول شوی وو او د اوښتې زیان په اړه به یې وروسته له رسنیو سره معلومات شریک شي.
ویل کېږي دغه موټر د ملي امنیت د مامورینو له لوري کشف شوی وو چې د پلټنې پر مهال يې چاودنه کړې، چې د پېښي قربانیان هم د امنیتي سرتېرو تر څنګ تر ډېره د فابریکې د سرای مستریان او د سیمې اوسېدونکي دي.
په ورته وخت د کندهار د میرویس روغتون سرچینو ویلي، چې د پېښې له ځایه تر اوسه دوی ته ۷ جسدونه او ۳۲ ټپیان وروړل شوي، چې په ټپیانو کې ۴ ماشومان، ۸ نظامي کسان او ۱۷ تنه ولسي وګړي شامل دي.
ویل کېږي، دغه موټر بم د ملي امنیت ځواکونو تر تعقب لاندې و، او غوښتل یې چې شنډ یې کړي، خو وړاندې یې چاودنه کړې ده.
د پېښې سیمه دا مهال د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.
تر اوسه د پېښې مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د خبرجزیات به وروسته په لیکه شي.
جمهورخبري آژانس: کندهار