د برېښنا پوروړي عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل کېږي

1 جوزا 1397 ساعت 14:48

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، که د برېښا پوروړو کسانو تر دریو میاشتو پورې خپل پور پرې نه کړ، نومونه به یې افشا او عدلي او قضايي بنسټونو ته به وروپېژندل شي.


د برېښنا شرکت چارواکي وايي، که د برېښا پوروړو کسانو تر دریو میاشتو پورې خپل پور پرې نه کړ، نومونه به یې افشا او عدلي او قضايي بنسټونو ته به وروپېژندل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت اجرائیه رییس امان الله غالب نن سه شنبې د غبرګولي اوله کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې دغه پرکړه د افغان حکومت په کابینه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د کابینې د پرېکړې پر اساس هغه کسان چې د برېښنا پوروړي دي او تر اوسه یې د برېښنا بېلونه ندي تحویل کړي درې ماشتې وخت ورکول کېږي تر څو خپل پور پرې کړي.

عالب ټینګار وکړ، چې که پوروړو کسانو په یاده موده کې د برېښنا شرکت پور ورنه کړ نو نومونه به یې افشا او عدلي او قضايي بنسټونو ته به وروپېژندل شي، تر څو قانوني چلند ورسره وشي.

 په ورته وخت د برېښنا شرکت اجرائیوي مشر کابل ښار کې د برېښنا د قطع او وصل کېدو په اړه هم و ویل، چې د دغه ستونزې د حل له پاره جدي کار روان دی او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به بشپړ حل شي.

هغه و ویل، چې برښنا شرکت هڅه کوي، د برېښنا بیل د یوه وړوکي پیغام له لارې د مشتریانو تلېفونو ته ولېږل شي او دغه راز یې د ازبکستان او ایران څخه د وارداتي برېښنا د بیې د لوړېدو خبر هم ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 104529

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104529/

جمهور
  https://www.jomhornews.com