جنرال میلر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ټاکل شوی

2 جوزا 1397 ساعت 9:27

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې جنرال اسکاټ میلر په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې جنرال اسکاټ میلر په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلنې ښکېلتیا راهیسې جنرال میلر نهم خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لومړی کس دی، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان په توګه ټاکل کېږي.

تورن جنرال مېلر د امریکايي پوځ یو مخکښ قومندان دی او دا مهال د دغه هېواد د هغو ځانګړو ځواکونو د مرکز مشر دی چې له نړیوالو ترهګرو سره پټه مبارزه کوي.

باید و ویل شي، چې جنرال سکاټ مېلر له دې مخکې هم څو وارې افغانستان ته د پوځي دندو لپاره استول شوی دی خو دا ځل هغه په افغانستان کې د جنرال نېکولسن پر ځای ټاکل شوی دی.

جنرال نېکولسن تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان و، او له تېرو دوه کلونو راهیسې یې دغه دنده پرمخ وړله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104544

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com