۰
سترایپس کام:

طالبان او داعش د کانونو له استخراجه میلیونونه ډالر تر لاسه کوي

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
د ګلوبل ویټنس یا نړیوالو شاهدانو یو څېړنیز راپور ښيي، چې وسله وال طالبان او داعش په افغانستان کې د کانونو له کیندلو په میلیونونه ډالر تر لاسه کوي.
طالبان او داعش د کانونو له استخراجه میلیونونه ډالر تر لاسه کوي
د ګلوبل ویټنس یا نړیوالو شاهدانو یو څېړنیز راپور ښيي، چې وسله وال طالبان او داعش په افغانستان کې د کانونو له کیندلو په میلیونونه ډالر تر لاسه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سترایپس کام د ګلوبل ویټنس یا نړیوالو شاهدانو د څېړنو پر اساس، چې پرون سه شنبې (د می ۲۲مه) خپور شوی ویلي، چې طالبان او داعش دغه میلیونه ډالر د افغانستان په ختیځ کې له ټالک، کرومایټ او مرمرو کانونو څخه تر لاسه کوي.

په راپور کې راغلي، چې اټکل کېږي چې طالبان یوازې د ټالک له کان څخه د کال له دوه نیم تر ۱۰ ملیون ډالرو پورې ترلاسه کوي.

په دې راپور کې دا نه ده معلومه شوې، چې داعش څومره پیسې تر لاسه کوي، خو زیاته کړې یې ده، چې دغه ډلې د ننګرهار له دریو ولسوالیو چې کانونه په کې دي طالبان شړي او خپله یې کانونه باسي.

د ګلوبل ویټنس د تبلیغاتو رييس نایک دانوفان ویلي، چې د داعش او کانونو تر منځ ژور او د اندېښنې وړ اړیکه شته.

هغه زیاته کړې«د کانونو په کاروبار کې نه یوازې یاغي وسله والې ډلې بلکې نورې غیرقانوني وسله والې ډلې هم لاس لري، طالبان په ننګرهار کې په قوت د کانونو استخراج ته دوام ورکوي.»

باید و ویل شي، د امریکا د اټکلونو له مخې افغانستان له یو تریلیون تر ۳ تریلیونو په ارزښت کانونه لري، خو ویل کېږي، چې دغه کانونه د وسله والو ډلو او زورواکو له خوا په ډېره بې رحمۍ سره کیندل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي