د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومانداني وايي، امریکايي الوتکو یوازې تېره میلادي میاشت په افغانستان کې ۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات کارولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې دغه بمبار لږ تر لږه د ۲۰۰۸ کال راپدېخوا د شمېر له پلوه یو ریکارډ بلل کېږي.
د امریکا پوځ زیاته کړې، چې تېره اپریل میاشت کې یې۵۶۲ بمونه او بېلابېل مهمات او وسلې کارولي، چې د مارچ په میاشت کې دا شمېره ۲۲۳ وه او بیا د تېرکال په اپریل کې ۱۰۰ وه.
دا هم معلومه نه ده چې دا مهمات او بمبارۍ د افغانستان په کومو سیمو کې شوې خو امریکايي ځواکونه وايي، د وسله والو طالبانو د فعالیتونو او بریدونو په زیاتېدو سره دوی د افغانستان په سویل کې بریدونه زیات کړي.
د امریکايي ځواکونو سي-۱۷ الوتکو چې ستراتیژیک بمب غورځونکې الوتکې هم بلل کیږي، له ۱۸ میاشتو ځنډ وروسته یې د افغانستان په جنوب کې بیا بمبارۍ پیل کړي دي.
امریکايي ځواکونه وايي دا الوتکې په قطر کې د العدید په هوايي ډګر کې دي چې له قطر نه بګرام ته ځي، هلته په مهماتو او بمونو سمبالیږي او بیا خپل اهداف په نښه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل