پوځي چارواکي وايي قندوز کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي

2 جوزا 1397 ساعت 10:32

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان له خپلو څلورو ملګرو سره یو ځای په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په قندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان له خپلو څلورو ملګرو سره یو ځای په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه نن چهارشنبې د غبرګولي دوهمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواک د قندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ګنجک او جوی بیګم په سمیه کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې شپږ طالبان وژل شوي، چې په کې د قاري شکور او قاري حلیم په نومونو د هغوی دوه سیمه ییز قوماندانان هم شامل دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپاڼه دا هم وايي، چې په دې بریدونو کې درې وسله وال ټپیان شوي او د هغو یو مرکز او دوه پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

بل خوا خبرپاڼه زیاتوي، چې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په پل علي مغول سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوه برید کې ۴ وسله وال وژل شوي او د اجمل په نوم یو وسله وال نیول شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 


د مطلب کود: 104551

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104551/

جمهور
  https://www.jomhornews.com