نامعلومه وسله والو کسانو په کندهار ولایت کې د ایم ډي سي ماین پاکۍ موسسې هغه کارکوونکی هم وژلی، چې څو ورځې وړاندې یې برمته کړی وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ناپېژانده وسله والو کسانو دوه ورځې وړاندې(دوشنبې د غويي ۳۱ مه) د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ماین پاکانو پر یوې ډلې برید وکړ.
په دغه برید کې د ایم ډي سي ماین پاکۍ موسسې پنځه کارکوونکي و وژل شول او یو تن یې هم وسله والو برمته او له ځای سره یې یووړ.
خو د کندهار ولایت چارواکي او د یادې موسسې کارکوونکي وايي، چې وسله والو برمته کړی کس هم وژلی، چې جسد یې پرون په میوند ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند داوود احمدي د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په اړه یې پلټنې روانې دي.
بل خوا د ایم ډي سي موسسې یوه کارکوونکي رسنیو ته ویلي، چې د دوی د همکار جسد پرون د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.
تر اوسه د دغه پښې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
باید و ویل شي، چې دغو ماین پاکانو په اصل کې د ټاپي پروژې د مسیر د پاکولو په پروژه کې کار کولو.
جمهورخبري آژانس:کابل