۰

د غور د ولایتي شورا یو پخوانی غړی وژل شوی دی

چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د غور د ولایتي شورا پخوانی غړی غلام یحیی راجي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دی.
د غور د ولایتي شورا یو پخوانی غړی وژل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د غور د ولایتي شورا پخوانی غړی غلام یحیی راجي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د غور ولایت د پسابند ولسوالس د منګ په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو په د پسابند ولسوالۍ د منګ په کلي کې د غلام یحیی راجي په کور وسله وال برید کړی او هغه یې وژلی دی.

د پولیسو د ویاند په خبره د طالبانو به دې برید کې دوه تنه نور هم وژل شوي او دغه راز درې تنه ټپیان شوي دي، خو دا چې وژل شوي او ټپیان د راجي د کورنۍ غړي دي او که ساتونکي په اړه یې معلومات نشته.

په ورته وخت کې نظامي وايي، د راجي کسان هم پر طالبانو برید کړی او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده خو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

ویل کېږي، چې غلام یحیی راجي یو له پخوانیو جهادي قوماندانانو او دغه راز د طالبانو یو تر ټولو کلک مخالف و.

وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهرخبري آژانس:غور
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي