دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۹۰ وسله وال وژل شوي دي

2 جوزا 1397 ساعت 14:02

د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲۴ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.


د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲۴ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي ۲ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي او ۸۴ ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات په ننګرهار، غزني، پکتیا، پکتیکا، زابل، فراه، بلخ، غور، بادغیس، فاریاب، قندوز، بغلان، او هلمند ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خبرپانه وايي، په دې عملیاتو کې د دریو قوماندانانو په ګډون ۹۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او دغه راز ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې څلور داعش وسله وال هم شته.

خو وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com