ولسمشر:

د پوهنتونو او ښوونځیو چاپېریال باید له تعصوبونو پاک وي

3 جوزا 1397 ساعت 9:32

ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنتونو او ښوونځیو له یو شمېر استادانو سره په کتنه کې ویلي، چې د پوهنتونو او ښوونځیو چاپېریال باید مناسب او له هر ډول تعصباتو او توپیر څخه پاک وي.


ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنتونو او ښوونځیو له یو شمېر استادانو سره په کتنه کې ویلي، چې د پوهنتونو او ښوونځیو چاپېریال باید مناسب او له هر ډول تعصباتو او توپیر څخه پاک وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر تېره شپه په ارګ کې د استادانو سره کتلي او زیاته کړې یې ده، چې د حکومت اصلي پاملرنه بشري پانګې ته او استادان او ښوونځي د دغه بشري پانګې په سمه پانه کې مهم رول لري.

ولسمشر ښوونکو ته په وینا کې و ویل«تاسو د ځوانانو په ځانګړې ډول د نجونو په ژوند کې لوی بدلون راولی او تر ټولو مهم هم د ښځینه پاړکي زده کړې او پالنه ده.»

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې په ښوونځیو او پوهنتونو کې د زده کړې او تدریس فضا باید له هر ډول تعصب څخه پاکه او نجونو ته باید د لوړو زده کړو زمنیه برابره کړای شي.

په ورته وخت کې ښوونکو او استادانو د دوی د ظرفیت لوړتیا، د ښوونکو له پاره د استوګنې د ښارګوټو او له ښوونکو سره د مرستندویه صندوق ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

ولسمشر ډاډ ورکړ، چې د ښوونکو او استادانو له پاره د استوګنځای او ښارګوټو موضوع خورا مهمه او په دې اړه به ژور غور وکړي.

جمهورخبري آزانس:کابل
 


د مطلب کود: 104582

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104582/

جمهور
  https://www.jomhornews.com