۰

افغان کابینې په نړیوال مالي سیستم کې د افغانستان غړیتوب تایید کړ

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان کابینې په نړیوال مالي سیستم یا (IFS) کې د افغانستان غړیتوب وړاندیز تایید کړ.
افغان کابینې په نړیوال مالي سیستم کې د افغانستان غړیتوب تایید کړ
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان کابینې په نړیوال مالي سیستم یا (IFS) کې د افغانستان غړیتوب وړاندیز تایید کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر په مشرۍ د کابینې غونده پرون چهارشنبې د غبرګولي ۲مه په ارګ کې جوړه شوې وه.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په یاده غونده کې د کډوالو او بېرته راستندېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمی بلخي په نړیوال مالي سیستم یا (IFS) کې د افغانستان غړیتوب وړاندیز وکړ.

ښاغلي بلخي و ویل، چې (IFS) یو داسې نړیوال سیستم دی، چې پوستي ادارو اړتیاوې، لکه د پیسو الکترونکي لېږد، هم په نغدي ډول او هم په الکترونکي ډول په ځانګړې توګه په هغه حالاتو کې چې په مارکېټونو کې د پیسو لېږد له سختو ستونزو سره مخ وي، وړاندې کوي.

کابینې هم دغه وړاندي په اصولو کې تایید کړ او په دې برخه کې یې د کډوالو چارو، مالیې او مخابراتو وزارت یوه ګډه کمېټه وګمارله، تر څو له نړیوال بانک په همکارۍ په نړیوال مالي سیستم کې د افغانستان د غړیتوب موضوع له IMF سره کړو ژمنو ته په پاملرنې وڅېړي او وروستی یې کړي.

په دې غونده کې د ځمکې د پالیسۍ مسوده هم تایید شوه او وزارتونه او دولتي ادارې وغوښتل شول تر څو د دې مسودې د لا بډاینې په خاطر خپل وړاندیزونه او طرحې د اراضۍ ادارې ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي