۰

د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې دوه پوځي اډې ویشتې دي

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۷
د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیالزور ولایت په بادیه واقع سیمه کې دوه پوځي اډې په نښه ویشتلې دي.
د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې دوه پوځي اډې ویشتې دي
د سوریې پوځي چارواکو ویلي، د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو د سوریې د دیالزور ولایت په بادیه واقع سیمه کې دوه پوځي اډې په نښه ویشتلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سوریې رسمي خبري آژانس سانا د یوې امنیتي سرچینې له قوله زیاته کړې، چې د امریکايي ائتلاف جنګي الوتکو نن پنشنبې سهار د بوکمال او حمیمه په ښارونو کې دوه پوځي اډې په نښه کړې، چې ځاني زیان نه لري، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

دغه امنیتي سرچینې ادعا کړې، چې د امریکايي ائتلاف له بریدونو سره هم مهال داعش وسله والو هم په بادیه سیمه کې بریدونه پیل کړل.

خو په وینا یې سوري پوځ په یاده سیمه کې د داعش برید پر شاه تمبولی او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

امریکا د سوریې په پوځي اډو د برید خبره رد کړې ده.

ویل کېږي، چې د امریکايي ائتلاف الوتکو تر دې وړاندې هم د سوري پوخ اړوند یوه پوځي اډه په بادیه سیمه کې په نښه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي