پنټاګون:

د سکاټ مېلر ټاکل کېدل تر اوسه نهايي شوي نه دي

3 جوزا 1397 ساعت 10:28

د امریکا دفاع وزارت وايي، تر اوسه دا نه ده نهايي شوې چې سکاټ مېلر به د نیکولسن پر ځای ګومارل کېږي.


د امریکا دفاع وزارت وايي، تر اوسه دا نه ده نهايي شوې چې سکاټ مېلر به د نیکولسن پر ځای ګومارل کېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ سه شنبې د غبرګولي ۲ مه رسنیو داسې راپورونه ورکړلو چې ګنې سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان ټاکل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي و، چې سکاټ مېلر د جنرال جان نېکولسن پر ځای ټاکل شوی خو د امریکا دفاع وزارت وايي تر اوسه دا خبره نه ده وروستۍ شوې او په اړه یې نظر ورکول له وخته وړاندې دي.

سکاټ مېلر په امریکا کې د ځانګړو ځواکونو قومندان دی، چې په عراق، افغانستان او نورو هېوادونو کې د جګړې اوږده تجربه لري.

خو که چېرته د نېکولسن ځای ناستي ټاکل کېږي، نو  لومړی به د ټرمپ له لوري انتخابېږي، دفاع وزارت  به یې معرفي کوي، له سنا به د باور رایه اخلي او تر هغه وروسته به په افغانستان کې د ځواکونو قومندان وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104587

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104587/

جمهور
  https://www.jomhornews.com