۰

هند او روسیه، په افغانستان کې ګډې اقتصادي پروژې پیلوي

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
هندي رسنۍ وايي، هند او روسیه غواړي، چې په ګډه په افغانستان کې اقتصادي او پراختیايي پروژې پیل کړي.
هند او روسیه، په افغانستان کې ګډې اقتصادي پروژې پیلوي
هندي رسنۍ وايي، هند او روسیه غواړي، چې په ګډه په افغانستان کې اقتصادي او پراختیايي پروژې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو زیاته کړې، چې په دې اړه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین تر منځ خبرې اترې شوي دي.

راپورنه زیاتوي، چې ښاغلي مودي په سوچي ښار کې د پوتین سره لیدلي او شپږ ساعته یې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ دواړو لورو ویلي چې په افغانستان کې به ګډې اقتصادي او پراختیايي پروژې پيلوي.

هندي رسنۍ وايي، مودي د روسیې ولسمشر سره خبرو کې زیاته کړې، چې په سیمه کې د ترهګرۍ د منځه وړلو او د افغانستان د پرمختګ له پاره باید کار وشي.

مودي ټنګار کړی، چې افغانستان کې د هند او روسیې ګډ کار کولی شي، د دغه هېواد د پرمختګ تر څنګ سیمې ته هم ګڼې ګټې واړوي.

راپورونه زیاتوي، چې د روسیې ولسمشر پوتین هم له هند سره په ګډه په افغانستان کې کار کول مهم ګڼلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند لومړی وزیر تر دې وړاندې د چین له ولسمشر سره هم په افغانستان کې د ګډو اقتصادي او پرمختیايي پروژ د پیل پر سر هوکړې ته رسېدلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي