د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ملي امنیت ځواکونو په لغمان ولایت کې د یو ځانمرګی برید ګر په نیولو سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیوله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدګر هغه مهال ونیول شو، چې د ځانمرګي برید له پاره چمتو شوی وو.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی بریدګر محمد هارون، مشهور په جانباز د محمد حبیب زوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې نوموړی د لغمان له پاره د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د مسؤول قوماندان منصور مشهور په قاري انور د ډلې غړی دی او غوښتل یې د لغمان مرکز مهترلام کې ځانمرګی برید وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
ملي امنیت وایي، دغه کس اعتراف کړی، چې ځانمرګي برید ته له چمتو کېدو وړاندې یې دنده درلوده، چې قاري منصور ته د افغان امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په اړه معلومات ورکړي.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل